ایکنا نیوز د وطن سرب له قوله راپور راکړ،یوه امریکائي ښاریز په غزې کې د اسرائيلو جنایتونو او له دغو جنایتونو څخه د امریکا بشبړ ملاتړونو ته په اشارې سره ووئيل، سارائيل او د امریکا دمتحده ایالاتو حکومت هغو سزاګانو مستحق دي چې د قرآن کریم د نساء سورې په ۵۶آیت کې ورته اشاره شوې ده.
هغه په هغه کلیپ کې چې تر ټولو زیات کتونکي ئې درلودلي دي ،وائي ، د نساء سورې د لوستلو په وخت مو یو آیت ولوست چې دی ئې ډیر حیران کړی دی.
هغه په دوام کې وائي، غواړم خپل عکس العمنل دخداوندمتعال ددغه آیت په لوستلو سره ستاسو خدمت ته وړاندې کړم . الله تعالی په نساء سورې کې په ۵۶آیت کې فرمائي،:إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِنَا سَوْفَ نُصْلِيهِمْ نَارًا كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُودُهُمْ بَدَّلْنَاهُمْ جُلُودًا غَيْرَهَا لِيَذُوقُوا الْعَذَابَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَزِيزًا حَكِيمًا: یقینا هغه کسان چې د مونږ آیتونو ته فکر نه کوي او کافر شوي دی ډیر زر به دوي سوځونکي اور ته ورکش کړو.هرکله ئې چې پوستی پوځ شي ،نو دهغو په ځاي ئې نور پوستکي راولووڅو د عذاب خوند وڅکي یقینا خدای حکیم او ماته نه خوړونکی توانمن دی :
دغه امریکائي ښاریز خپلو تعقیبونکو ته وائي، که شپږ میاشتې مخکې مو راڅخه غوښتلی وائ چې دغه آیت ولولم او د هغه په باب نظر ورکړم ، نو حتما به زما نظرپه بشپړډول مختلف ؤ. هغه زیاتوي ، شاید وئيلی به مو وو چې دا ډير ظالمانه ښکاري ، او داسې کوم خداي نه پيژنم چې له انسانانو سره دغه کار وکړي.
هغه په دوام کې و،ئيل، وروسته چې مو ولیدل د فلسطینیانو په سر څومره ظلمونه کیږي او د اسرائيلو په لاس څومره وحشتناک او ویرونکي جنایتونه ترسره کیږي او زما حکومت ددغو بمونو او وسلو لګښت ورکوي او دوي ته په میلیارډونو ډالر هم ورکوي، نو متوجه شوم چې دوي ددغه شان سزا مستحق دي.
دغه امریکائي په دوام کې بیا وائي ، شپږ میاشتې مخکې مو فکر کاوه ،هر سړی پخپل وجود کې نیک دی او ټول خلک د خپلو تیرو تیروتنو په خاطر د بخښلو مستحق دي ، خو اوس په دې چارې باؤر نه لرم.
دغه امریکائۍ میرمن د ویډیو په پای کې له هغه څه په بخښنې سره چې د فلسطین د ولس په ضد دوي دهیواد حکومت ئې ترسره کويو ټينګار وکړ چې اوس دغه آیت باندې په ښه ډول پوهه شوې ده چې کوم خلک ددغه شان سزا مستحق دي.